IQNA

د حسینی اربعین په خاطر د کربلا او نجف په ښارونو کې چټي اعلان شوه

8:33 - August 07, 2025
د خبر لمبر: 3491508
ایکنا - د حسینی اربعین د را رسیدو په درشل کې، د عراق په دوو مهمو ولایتونو کربلا او نجف اشرف کې د یوې اونۍ لپاره رخصتي اعلان شوي ده.

ایکنانیوز د عراق د رسمي خبري آژانس له قوله راپور راکوي، د کربلا والي نصیف جاسم الخطابی ووئيل؛ له راتلونکي یکشنبې څخه به د کربلا ولایت ټولې ادارې، پرته له امنیتي او خدماتي ادارو، رخصت وي.

همداراز، د نجف اشرف ولایتي شورا اعلان  کړی چې دا ولایت به له راتلونکي پنجشنبه (۲۳ مرداد / ۱۴ اوت) څخه تر بله پنجشنبې پورې چټي وي.

د نجف اشرف د ولایتي شورا مشر، حسین العیساوي، وویل چې د رخصتئ هدف دا دی چې خلک وکولای شي د اربعین مراسمو کې ګډون وکړي او د زیارت کوونکو خدمت ته ودانګي.

د الفرات نیوز راپور وايي چې  په  دغې رخصتئ کې امنیتي او خدماتي ادارې نه شاملوي.

د آیت‌الله العظمی سیستاني دفتر له مخې، د حسینی اربعین ورځ به جمعه، د ۲۰ صفر، چې اسد میاشت ۲۴ (۱۵ اګست) سره برابره ده، وي.

https://iqna.ir/fa/news/4298527

captcha